هرات کې (۵۰) کورنيو سره مرستې وشوې

د تعذيه او تعليم موسسې له لورې هرات ولايت کې ( ۵۰) کورنيو سره د وري په (۱۵) مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ د مهاجرينو چارو رياست له لورې په نښه شوې وې،چې هرې کورنۍ ته د برسۍ وروسته (۱۰) کيلو لوبيا، (۵) لېتره غوړي، (۶) کيلو سويا او (۷) کيلو وريجې د يادې موسسې له لورې د مهاجرينو چارو رياست د استازو په شتون کې ووېشل شوې.