د غزني د مهاجرينو ښارګوټي سرک د چغل اچول کار بشپړ او کټې اخيستنې نه وسپارل شو

sadam_morr
-

د غزني ولايت د ابو ريحان البيروني د مهاجرينو ښارکوټي سرک د چغل اچول کار،چې  د (DRC) دفتر په مالي مرسته د کب په (۱۲) مه پيل شوو د وري په (۱۳) مه بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ياد سرک (۱۰۵۰) متره اوږدوالی او ( ۶) متره پلن والی لري،چې  د يوميليون او سل زره افغانيو په ارزښت د يادې موسسې له لورې جوړ  او د غزني ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس، يادې موسسې د استازي او د ښارګوټي د اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ويلوده،چې د يادې پروژې په بشپړولو سره د ښارګوټي د (الف) او (ب) ګروپ د (۲۰۰) کورنيو ستونزې حل شوې.