جوزجان کې سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو او روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې

د (DACAR) موسسې او چراغ سبز خيريه بنسټ له لورې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ
( ۴۶۸) کورنيو سره د حمل په (۱۳) مه د خوراکي توکو او روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې څه موده وړاندې د مهاجرينوچارو رياست له لورې په شبرغان ښار کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې، د چراغ سبز خيريه بنسټ له لورې (۱۰۰) کورنيو ته يوه يوه بوجۍ (۲۵) کيلو يې اوړه، يوه بوجۍ (۱۰) کيلو يې وريجې، يوه قوطۍ غوړي او د ( DACAR) له لورې (۳۶۸) کورنيو ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه،چې پکې (۱۹) قلمه اجناس شامل و ووېشل شول.