په (۹) ولايتونو کې له (۱۱) زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي

په تېرې يوې اونۍ کې ( ۱۱۱۱۷) بېځايه شوو کورنيو سره په جوزجان، خوست، ننګرهار، پکتيا، هرات، بدخشان، سرپل، لوګر او بلخ ولايتونوکې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لارې مرستې شوي.
يادو کورنيو ته د جګړو او طبيعي پېښو له امله زيانمې شوې وې د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د مهاجرينو چارو رياستونو او آمريتونو په همکارۍ نغدې پيسې، کورنۍ کڅوړې او د لمريزې برېښنا تختې وېشل شوې دي.