د پاکستان له زندانه نږدې شل تنه افغانان خوشې شول

د پاکستان له زندانه (١٧) تنه افغانان خوشې او د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
د سپین بولدک د مهاجرینو چارو د سرحدي آمر په وینا یاد کسان د راستنېدو وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.
د ویلوده،چې د افغانستان سفارت او په اسلام آباد کې د مهاجرینو چارو وزارت د اتشې په هڅو تر اوسه له زرو زیات افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.