خوست کې له اتو زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د شمالي او جنوبي وزيرستان ( ۸۰۲۷) کورنيو سره د وري په (۷) مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د دغه ولايت په تڼۍ ولسوالۍ او مرکز ګلان کمپ کې د مرستو لپاره وړ په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۵۰) کيلو اوړه، (۶) کيلو دال، (۴) لېتره غوړي او نيمه کيلو مالګه د (۱۴۰۱) کال د کب د ( ۲۷) مې څخه د (۱۴۰۲) کال د وري تر (۸) مې ووېشل شوه