له سلو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د وري په ( ۳) مه (۱۴۷) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ۶۷) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM ته ور وپېژند شول،چې هر يو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې