کابل کې له (۲) زرو زياتو اړمنو کورنيو ته کومکي کڅوړې وېشل کېږي

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۲۰:۱۸
-

د روژې مياشتې کې د مهاجرينو چارو وزارت د همکارو مرستندويه بنسټونو په مرسته د کابل ولايت په اړوندو سيمو کې پر اړمنو کسانو د خوراکي توکو  ( ۲۱۴۷) کڅوړې وېشي.
په هغه ناسته کې، چې د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د يو شمېر مرستندويه موسسو د استازو په ګډون ترسره شوه، د روژې مياشتې کې پر اړمنو کسانو د خوراکي توکو پر وېش خبرې وشوې. هغه وويل، د مهاجرينو چارو وزارت او همکارو بنسټونو موخه د اړمنو کورنيو سره مرسته او د هغوی لاس نيوی دی.
هغه زياته کړه، چې زموږ زيات شمېر راستنېدونکي، داخلي بېځايه شوي او اړمن هېواد وال د روژې مياشت کې مرستو ته اړتيا لري او د مهاجرينو چارو وزارت غواړي چې د مرستندويه بنسټونو سره په ګډه د وی ته مرستې ووېشي او لاس نيوی يې وکړي.
وروسته په ناسته کې د اړوندو ادارو مسؤلينو او استازو خبرې وکړې ويې ويل، د مهاجرينو چارو وزارت اقدام پروخت و باله او يو شمېر موسسو يې د خوراکي توکو  د (۲۱۴۷)  کومکي کڅوړ د وېش ډاډ ورکړ او يوشمېر نور ژمنه وکړه، چې د مهاجرينو چارو وزارت له مسؤلينو او مرستندويه ادارو سره به له ناستې وروسته پايلې شرېکې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰. . .

بېرته خبرونه ته