غور کې له دوه سوه زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د (CORDAID) موسسې له لورې د غور ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ ( ۲۳۷) کورنيو سره د کب په ( ۲۵) مه نغدي مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې ( ۱۶۲) کورنيو هرې کورنۍ ته ( ۳۱۴۰۰) افغانۍ او ( ۷۵) کورنيو هرې کورنۍ ته (۱۶) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.