جوزجان کې لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې

د يوياش خيريه بنسټ له لورې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۷۰) کورنيو سره د کب په (۲۴) مه د خوراکي توکو مرستې وشوې، چې هرې کورنۍ ته (۵۰) کيلو اوړه، يوه يوه بوجۍ وريجې، (۵) لېتره غوړي او يو پاکټه مالګه ووېشل شوه.