تخار کې سلګونو کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

د (DACAR) موسسې او  (UNHCR) د فتر له لورې د تخار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۵۵۲) کورنيو سره د کب په (۲۰) مه د لمريزې برېښنا د تختو او روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د دغه ولايت په فرخار او ينګي ولسوالۍ کې د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې له ډلې د ډاکار موسسې له لورې (۵۳۰) کورنيو څخه هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه او د (UNHCR) دفتر له لورې ( ۲۲) کورنيو څخه هرې کورنۍ ته يوه يوه د لمريزې برېښنا تخته د وسايلو سره ووېشل شوه.