له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه بندر له لارې د ايران هيواد څخه د کب په ( ۱۸) مه (۲۲۸۷) تنه افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعه د سرحدي آمريت د وينا له مخې د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ۱۹۱) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM ته ور وپېژند شول.