له  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr

د نيمروز ولايت  د ورېښمو پل له لارې د ايران هيواد څخه  د سلواغې  په ( ۱۱) مه ( ۱۳۰۶) تنه افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول.

د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس  په خبره په يادو راستنېدونکو کې ( ۱۸) کورنۍ، چې ( ۶۴) تنه کېږي او ( ۱۲۴۲) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې(۱۰) کورنۍ ( ۱۸) تنه نارينه (۱۹) تنه ښځينه د (۳۲) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM  ته ور وپېژند شول.