له  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه  د سلواغې په (6) مه او ۷) مه ( ۱۸۷۴) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رئيس  په خبره  په يادو راستنېدونکوکې ( ۲۱) کورنۍ، چې ( ۷۴) تنه وه او  (۱۸۰۰) نور مجردين ول چې له ډلې يې (۱۸)  کورنۍ چې (۲۲) تنه نارينه، (۳۳) تنه ښځينه د (۵۷) تنو نورو مجردينو سره  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژند شول.