په يوشمېر ولايتونو کې له  (۳۴) زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr

په تېرې يوې مياشتې کې په  (۲۱) ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د رياستونو او آمريتونو له لورې  له (۳۴) زرو زياتو کورنيو سره مرستې ترسره شوي.

په ولايتونوکې د مهاجرينو چارو وزارت د رياستونو او آمريتونو د راپور له مخې (۳۴) زره او ( ۳۶۷) راستنېدونکو، اړمنو، معلولو، معيوبواو  بې پلاره ماشومانو او کونډو ميرمنو سره په هرات، نيمروز کندز، پکتيا، باميان، بدخشان، غزني، ننګرهار، سمنګان، غور، بادغيس، خوست، پکتيکا، تخار، ارزګان، نورستان، بغلان، فارياب، ميدان وردګو، هملند او بلخ کې د يوشمېر نړيوالو مرستندويه بنسټونو له لورې مرستې ترسره شوي.

د سرچينې په خبره په يادو مرستو کې د خوارکي توکو کڅوړې، روغتيايي او کورنۍ کڅوړې، نغدې پيسې، د لمريزې برېښنا تختې، شېدې لرونکې وزې، ژمني لباسونه، د کور د جوړولو وسايل، د ګنډلو وسايل، د اوبو د تصفيه ماشين، ترپالونه او خېمې شاملې وې چې د مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې وېشل شوي دي.