سلګونه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د ليندۍ په (۲۹) مه ( ۹۶۳) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس د معلوماتو له مخې (۱۶) کورنۍ، چې( ۷۰) تنه کېږي او (۸۹۳) تنه يې مجردين ول، چې له ډلې يې (۱۳) کورنۍ، چې (۲۶) تنه نارينه، (۳۰) تنه ښځينه د ( ۲۴۰) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.