د مهاجرینو چارو وزیر الحاج خليل الرحمن حقا.ني د مرکزي او ولایتي ریاستو نو د استرا تېژيکي همغږۍ په ناسته کې ټينګار وکړ چې مرستې باید د مهاجرینو چارو وزارت سره په همغږۍ ووېشل شي.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱ - ۸:۵۳
-

د مهاجرینو چارو وزیر: موسسې باید اړمنو کورنیو سره د وزارت په همغږۍ مرستې وکړي 
هغه، چې د چهارشنبې په ورځ د ليندۍ په (٣٠) مه یې د دغې ناستې په دوهمه ورځ هم شتون درلود، په خپلو خبرو کې وويل: مرستندويه بنسټونه بايد د مرستو د وېش او سروې بهير  د مهاجرینو چارو وزارت له استازو  او د تر سره شوو مرستو لېست د مهاجرینو چارو وزارت سره شريک کړي.
 هغه زیاته کړه، د کورنیو د سروې او پر هغوی د مرستو له وېشلو مخکې باید مرستندویه ادارې د مرستو اندازه له وزارت سره شریکه کړي او د مرستو د اندازې له مخې باید د کورنیو سروې تر سره او مستحقې کورنۍ په نښه شي، چې په خپل سر  او د وزارت د همغږۍپرته به د مرستو ویش او ځینو کورنیو ته د مرستو  نه وېشل د شخړو او شکونو لامل شي.
په ورته وخت کې د وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د یادې ناسې تر سره کېدل د
 ولايتي مسؤلينو او د وزارت د کارمندانو د 
ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې مهم وبلل او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې څخه مننه وکړه چې په هېواد کې د دا  ډول ناستوملاتړ کوي.
د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستيال په وروستيو کې په ايران کې  د افغان مهاجرينو  وضعيت ته د رسېدو په  اړ ه څلور اړخیزې  ناستې ته  په اشارې سره  وويل، چې په دې ناسته کې د ملګروملتو له خوا په دغه هېواد کې د افغان مهاجرينو او بېځايه شوو لپاره  (٥٥٠) ميليونه ډالره ځانګړي شوي او یوه ګډه کمېټه جوړه شوه تر څو په ایران کې د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل په برخه کې کار وکړي.
د هغه په ​​خبره، د مهاجرينو چارو وزارت پنځه کلن پلان په لاس کې لري، چې په کې به د راستنېدونکو او داخلي بې ځايه شوو کسانو ټولې اړتياوې او پروګرامونه، د راستنېدونکو  بيا ادغام، د داخلي بېځايه شووکسانو د ژوندانه د کچې د بدلون، قانوني او منظم مهاجرت، د کارکوونکو د ظرفیت لوړول، له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ پیاوړتیا او د هېواد په پرمختګ کې د مهاجرینو د رول زیاتول  شامل وي.
هغه دوامداره کارموندنه د ځوانانو د ناقانونه مهاجرت په مخنیوي کې اغېزمنه وګڼله او د وزارت له مرکزي او ولایتي چارواکو یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي هڅې وکړي. 
همدارنګه د مهاجرینو چارو وزارت ارشد سلاکار مفتي محمود ذکري په خپلو خبرو کې په ولايتونو کې  له خلکو او مراجعینو سره پر ښه چلند ټینګار وکړ او ویې ویل چې حکومت کول یو دیني وظیفه ده او اړو کسانو ته د مرستو رسول او نه رسول د امکاناتو پورې اړه لري نو پر تاسې لازم دي چې د خلکو سره ښه چلند وکړﺉ او د کارمندانو ګمارل باید د وړتیا پر بنسټ وي نه د کورنيو  اړېکو پر بنسټ.
 دغه ناسته  سې شنبه دليندې په (٢٩) مه د کابل په انټرکانټيننټال هوټل کې پيل شوه او دوه ورځې يې دوام وکړ، چې 
د (٣٤)  ولایتونو د مهاجرينو  چارو ریاستونو رییسانو او یو شمېر کارکوونکو پکې ګډون کړی و او د خپلو اړوندو پروګرامونو د پلي کېدو په اړه یې د دغه وزارت له مرکزي چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته