سلګونه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د ليندۍ په (۱۳) مه ( ۲۲۳۴) تنه افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رئيس په خبره ياد خلک (۱۲) کورنۍ، چې(۵۳) تنه کېږي او (۶۲۲) تنه يې مجردين ول، چې له ډلې يې (۱۱) کورنۍ، (۲۳) تنه نارينه،(۲۷) تنه ښځينه کېږي د ( ۱۶۸) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول