ننګرهار کې (۲۵۶) کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (JEN) موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د لړم په ( ۲۹) مه د شېرزادو ولسوالۍ ( ۲۵۶) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
ياد کورنيو هرې کورنۍ ته (
۱۰۰) کيلو اوړه، (۲۴) کيلو وريجې، (۱۵) کيلو لوبيا، (۱۴) کيلو بوره، (۱۰) لېتره غوړي،، (۲) کيلو شين چای او دوه دوه پاکټه مالګه ووېشل شوه.