سلګونو کورنيو سره په درې ولايتونو کې مرستې وشوې

sadam_morr
-

د پکتيا، پروان او پنجشېر ولايت د مهاجرينو چارو رياستونو د راپور له مخې د يوشمېر مرستندويه بنستونو له لورې د لړم په (۲۴) مه ( ۷۲۰) کورنيوسره نغدي مرستې شوي.

د يادو کورنيو له ډلې په پکتيا کې د (NRC) موسسې له لورې ( ۱۰۰) کورنیو ته ( ۱۳۲۹۰) افغانۍ، په  پنجشېر کې د (WESTA) موسسې له لورې (۶۱۰) کورنيو ته (۷۷۵) امريکايي ډالره او په پروان کې د (CHA) موسسې له لورې ( ۱۰) کورنیو هرې کورنۍ ته (۲۶) زره افغانۍ ووېشل شوې.