خوست کې (۱۴۰) کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې له لورې د خوست ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ د لړم په ( ۱۹) مه د خوست ښار په بېلابېلو سيمو او ګلان کمپ کې (۱۴۰) کورنيوسره مرستې وشوې.

يادو کورنيو هرې کورنۍ ته يوه بوجۍ (۵۰) کيلو يې غنم، ژمني لباسونه او روغتيايي کڅوړې ووېشل شوې.