ننګرهار کې له سلو زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د لړم په (۱۹) مه ( ۱۱۹) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د مهاجرينو چارو رياست د ذکر شوې موسسې سره په ګډه همغږې په غني خېلو ولسوالۍ کې سروې او په نښه شوې وې وروسته له سروې هرې کورنۍ ته (۳۱۵۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.