بغلان کې د يو ښوونځي د ترميم چارې پيل شوې

د (UNHCR) دفتر له لورې د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د لړم په ( ۱۷) مه د پلخمري ښار د حاجي هاشم سيمې د چشمه شېر لېسې د ترميم چارې پيل شوې.
د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې دغه ښوونځی د (۴) ميليونه، (۳) سوه (۶۶) زره او ( ۶۲۸) افغانيو په لګښت د (۱۶۰) دوه نفري ميزونو او چوکيو په برابرولو سره ترميميږي.
د ياد ښوونځي د بيا رغونې د پيل په مراسموکې د مهاجرينو چارو، پوهنې، خبريالانو او د سيمې خلکو ګډون کړی و.