لوګر کې د بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د برېښنا يې پېژند پاڼو د ترلاسه کولو په موخه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو

د لوګر ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت د (UNHCR) دفتر په همکارۍ د لړم په (۱۶) مه راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د ترلاسه کولو په موخه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو.
په ياد کمپاين کې چې د لوګر ولايت په پل عالم او محمد آغې ولسوالۍ کې ترسره شوه، چې د کاغذي پېژند پاڼو په پرتله د برېښنايي پېژند پاڼو د ترلاسه کولو، ګټو او د نوې پېژند پاڼې د ترلاسه کولو په اړه د عامه پوهاوي کمپاين د ټيم له لورې،چې د مهاجرينو چارو آمريت او احصاييه ادارې د مسلکي کار کوونکو څخه جوړ شوی و معلومات ورکړل شو.