همکار مرستندويه بنسټونه د بدخشان ولايت مهاجرينو چارو رياست سره د ژمي په موسم کې زرګونو کورنيو سره مرستو ته چمتو دي

sadam_morr
-

د بدخشان ولايت د مهاجرينو چارو رياست  د همکارو دولتي او  ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په ناسته کې، چې د لړم په (۱۶) مه  ترسره شوه يوشمېر مرستندويه بنسټونو په ژمي کې د زرګونو کورنيو سره د مرستو د وېش په اړه ډاډ ورکړ.

په دغه ناسته کې چې د بدخشان ولايت د مرستيال والي په مشرۍ ترسره شوه، د (UNHCR) دفتر استازي  وويل، په (۱۴۰۱) کال کې (۳۲۰۰) داخلي بېځايه شوو او مستحقينو سره په (۱۰) لرې پرتو ولسواليو کې نغدي مرستې کړي او زر کورنيو به  د مهاجرينو چارو آمريت او ولايت په لار ښوونه سرو ې او مرستې ورسره کوي.

د (ACAA) دفتر استازي  په پېنځو ولسواليو کې د مرستو د چمتو الي په اړه وويل، چې (۶۱) متريک ټنه خوراکي او غير خوراکي توکي يې د اړوندو ولسواليو په ډيپو ګانو کې ځای پرځای کړي او د اړتيا پرمهال وېش ته چمتو دي او له دې سربېره يې (۱۷۰) تنه د برف کوچ پاکولو ته چمتو کړي دي.

همدارنګه د اغاخان خيريه بنسټ  استازي هم چمتوالی وښود چې په (۱۸) لرې پرتو ولسواليو کې به له اړمنو  کورنيو سره مرستې وکړي.

په همدې توګه د (ACTED)  دفتر استازي په لسو بېلابېلو ولسوالیو کې له (۳۰) زره اړمنو کورنيو سره مرستو ته چمتوالی وښوده.

د بېوزلو سره د مبارزې دفتر استازي د اړمنو خلکو لپاره د خوراکي توکو په برخه کې د کار د پيل په اړه معلومات ورکړل او همدارنګه د ډاکار دفتر استازي د ( ۴۰) خېمو، (۱۰۰) ګرځنده تشنابونو او  زر کورنيو ته  د روغتيايي کڅوړو د وېش د چمتوالي په اړه ډاډ ورکړ.

د يادو موسسو استازو وويل، د دوی مرستې به په دغه ولايت کې د  مهاجرينو او راستنېدونکو چارو  رياست سره په همغږۍ ترسره شي.