بدخشان کې (۳۲) کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د خوراک نړيوال سازمان (WFP  ) له لورې د بدخشان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د لړم په (۱۶) مه ( ۳۲) اړمنو کورنيوسره  دخوراکي توکو مرستې وشوې.

يادو کورنيو هرې کورنۍ ته (۸) بوجۍ اوړه، ( ۴) قوطۍ غوړي، ( ۲۵) کيلو دال، (۲۱) بيسکويټ او يو يو پاکټ مالګه ووېشل شوه.