ننګرهار او خوست کې بېځايه شوو ته د برېښنا يې پېژند پاڼو د ګټو په اړه معلومات ورکړل شول

sadam_morr
-

    د ننګرهار او خوست ولايت  د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست له لورې د لړم په  (۱۶) مه  بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو  په اړه  معلومات ورکړل شول.

  د معلوماتو له مخې په هغه کمپاين کې، چې د جلال آباد ښار په نهمې ناحيې کې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د احصايې او (UNHCR) دفتر په همکارۍ ترسره شو پکې بېځايه شوو، راستنېدونکو او د سيمې اوسېدونکو شتون درلود.

د يو بل خبر له مخې د خوست ولايت  د مهاجرينو چارو رياست له لورې د پېژند پاڼو د ګټو او ترلاسه کولو کمپاين  د احصايې او (UNHCR) دفتر په همکارۍ بېځايه شوو ته د ګټو په اړه د رحيم ګرديزي په هوټل کې ترسره شواو وياندويانو د موضوع اړوند خلک د برېښنايي پېژند پاڼود ګټو  او تر لاسه کولو لپاره وهڅول.