ننګرهار او کندز کې له درې سو زياتو کورنیوسره مرستې وشوې
د جين ويرای موسسې او کليو پراختيا رياست له لورې د ننګرهار او کندز ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۳۵۹) اړمنو کورنيو سره د لړم په ( ۱۲) مه د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې د جين ويرای موسسې له لورې په ننګرهار کې (۳۴۴) کورنيو هرې کورنۍ ته (۱۰۰) کيلو اوړه، (۱۰) کيلو غوړي، ( ۲۴) کيلو وريجې، (۱۴) کيلو لوبيا، (۲) کيلو چای، دوه پاکټه مالګه او د کليو پراختيا رياست له لورې په کندز کې (۱۵) کورنيو ته يوه يوه خېمه، يوه يوه کمپله، يو ترپال، او لس بوشکې ووېشل شوې.