کندز کې له (۴۰۰) زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د کندز ولايت د مهاجرينو چارو رياست د لړم په ( ۳) په دغه ولايت کې د (۴۳۱) اړمنو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو د مرستو دوېش خبر ورکړ.
د يادو کورنيو له ډلې (۴۱۹) کورنيو هرې کورنۍ ته د (DACAR) موسسې له لورې يوه يوه روغتيايي کڅوړه او (۱۲) سپين ګيرو،بېړنيو مريضانو،په جبري توګه راستنېدونکو،معلولو، يتمو ماشومانو، او کونډو ښځو ته د (NRC) له لورې ( ۲۵۵۴۵) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.
د يوبل خبر له مخې (۶) کورنيو سره په ارزګان ولايت کې د (NRC) له لورې (۴۳۰۹۶) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.