بغلان کې د سلګونو کورنيو د اړتياوو ارزونه ترسره شوه

sadam_morr
---

د بغلان ولايت د ماجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د راپور له مخې د لړم په (۳) مه د بغلان ولايت د  پلخمري ښار د ډنډې سفيد استانکزي جومات په کلي کې د ( ۶۵۰) اړمنوکورنيو د اړتياوو ارزونه ترسره شوه.

د اړتياوو ارزونې په دغه سروکې د مهاجرينو چارو رياست او (UNHCR) دفتر کارکوونکو د يادې سيمې له (۳۵) استازو سره خبرې کړي.

د سرچينې په خبره د کره څېړنې وروسته يادې سيمې د اوسېدونکو عمده ستونزې، دجګړو له امله د (۱۰۰) کورنو ورانېدل، د سيند له امله د (۵) کيلو متره کرنيزې ځمکې ورانېدل، روغتيايي خدماتو ، د برق نه شتون او همدارنګه ښوونې او روزنې ته نه لاسرسی دی.