لغمان کې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د تلې په ( ۲۱) مه په دغه ولايت کې (۱۱۸۱) اړمنو بېځايه شوو کورنيو ته د مرستو د وېش خبر ورکړ.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د (WFP) له لورې (۵۰) کيلو غنم، (۱۰۰) کيلو اوړه،( ۴) کيلودالنخود او د (UNHCR) له لورې غير خوراکي توکي ووېشل شول.