دپکتيا ولايت د مهاجرينو ښارګوټي تخنيکي ارزونه وشوه

sadam_morr
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له خوا د (UNHCR) دفتر په مالي لګښت د تلې په ( ۱۳) مه د کاپيساولايت د مهاجرينو ښارګوټي د تخنيکي ارزونه وشوه.

کاپيسا ولايت ته د لېږل شوي پلاوي د معلوماتو پربنسټ د پکتيا ولايت د مهاجرينو ښارګوټی د  رباط په سيمه کې په دوه زره جريبه ځمکه کې جوړ شوی،چې يو زره او (۷۵) نمرې يې خط اندازي شوي، (۷۵۰) کورنۍ په کې استوګنه لري او په يوشمېر سيموکې يې په خپل سر کورونه جوړشوي.

د ياد پلاوي د راپور له مخې د غاصبينو د مداخلې له امله د دشت تعمير ښارګوټي او چوک آب باز ښارګوټي څوک نه شتي تللی  او د يو ښارګوي (۳۰) سلنه ځمکه د غاصيبونو له لورې پلورل شوې ده.

د سرچينې په خبره،ياد ښارګوتی روغتيايي مرکز نه لري، د څښلو پاکې پکې کمې دي، سرکونه يې نه دي چعل اندازي شوي، ويالې يې نه دي جوړې شوي او د سېلاب د خطر سره مخ دی.

 د  ويلو ده، چې د ښارګوټو تخينکي ارزونه د (UNHCR) دفتر د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې  ترسره کېږي.