په دوو ولايتونوکې سلګونو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د ميدان وردګو او غزني ولايت د مهاجرينو اور استنېدونکو چارو آمريتونو د معلوماتو پربنسټ د تلې په ( ۱۳) مه (۶۷۱) اړمنو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.

د يادو کورنيو له ډلې په ميدان وردګوکې ( ۴۲۲) کورنيو ته په دوو کټګوريوکې (۷۰۰) ډالر او (۲۸) زره افغانۍ نغدې او په غزني کې (۳۹۹) کورني، ته (۷۰۰) او (۲۰۰) امريکايي ډالره نغدې د (UNHCR) او (DRC) موسسې له لورې د مهاجرينو چارو آمريتو په همغږۍ ووېشل شوې.