سمنګان کې د بيا يوځای کېدو کمېټه فعالې شوه

sadam_morr
---

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په مالي مرسته د تلې  په (۱۰) مه  په دغه ولايت کې د  راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه  فعاله شوه.

په د غو مراسموکې چې په همدې موخه ترسره شول، د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي د يادې کمېټې د دندو، مکلفيتونو او راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته د يادې کمېټې د جوړېدو په موخې او ارزښت خبرې وکړې.

وروسته د سمنګان ولايت مرستيال والي  عبدالمنان اسلمي  خبرې وکړې او د  را ستنېدونکو او د اخلي بېځايه شوو په برخه کې د يادې کمېټې بياځلې جوړول  يو مثبت ګام وباله ويې ويل چې په دې سره به د راستنېدونکو او بېځايه شوو وضعيت ته په سمه توګه رسيدګي وشي.