لغمان کې د بيا يوځای کېدو کمېټه فعاله شوه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د تلې په (۱۰) مه د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه فعاله کړه.
په ناسته کې چې په همدې موخه د لغمان ولايت دمرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري او يوشمېر نورو چارواکو په شتون کې ترسره شوه، د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د ناستې ګډونوالو ته د بيا يوځای کېدو کمېټې د دندو،فعاليتونو،کاري تګلارې او د غوره خدماتو په وړاندې کولو کې د يادې کمېټې د اغېزمنتيا په اړه معلومات ورکړل.
د لغمان مرستيال والي د مهاجرينو چارو زوارت د کارونو څخه مننه وکړه او په دغه ولايت کې يې د نورو ادارو په لازياتې همغږۍ او همکاريو ټينګار وکړ.
د ويلو ده، چې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت او د (UNHCR) دفتر په همکارۍ او مالي لګښت د ذکر شوې ادارې د (۲۰۲۲) کال د (PPA) پروژې د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې بيا فعاله شوه.