د دايکندي ولايت د مهاجرينو ښارګوټي تخنيکي ارزونه وشوه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي له خوا د (UNHCR) دفتر په مالي لګښت د دايکندي ولايت د مهاجرينو ښارګوټي تخنيکي ارزونه وشوه.
ياد ښارګوټی د دايکندي ولايت په مرکز نيلي کې موقعيت لري، چې په ( ۱۰۰) جريبه ځمکه کې جوړ شوی، د وزارت دپلاوي په وينا په دغه ښارګوټي کې د سرک جوړونې، د پلچکونو اويالو جوړل، د ښارګوټي ټولو اوسېدونکو ته د اوبو رسونې شبکه اود ځوانانو لپاره ښوونيز مرکز د انجينيرۍ د ټولو معيارونو په نظر کې نيولو سره جوړ شوی، خو د تفصيلي پلان جوړونې په برخه کې د تېر حکومت د چارواکو د مداخلي له امله يې د دغه ولايت د غاصينو او پخوانيو چارواکو لپاره د غصب زمينه برابره کړې او هلته يې شخصي کورونه جوړ کړي دي، د ښارګوټي (۵) سلنه ځمکه د غاصيبونو له لورې غصب شوې او په خپل سر پرې کورونه جوړ شوي دي.
سرچينې زياتوي، چې د ښارګوټي د غصب موضوع يې د سکتوري ادارو او والي سره په ناسته کې مطرح کړې او ولايت مقام په دې برخه کې د مهاجرينو چارو وزارت له پروګرامونو او د ښارګوټې د ملکيت د بېرته سنتولو په برخه کې دهمکارۍ ډاډ ورکړی.