پروان کې (۱۰۰) کورنيو سره مرستې وشوې
د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې د پروان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۰۰) کورنيو سره نغدي، خوراکي، غير خوراکي او روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
د يادو مرستو د وېش په جريان کې هرې کورنۍ ته درې کمپلې، دوه ترپالونه، روغتيايي کڅوړې، د پخلنځي وسايل، (۲۰۰) کيلو اوړه، (۱۵) لېتره غوړي، (۲۵) کيلو دالنخود، (۲۱) پاکټه بيسکويټ، (۲۱) پاکټه د خوا رځواکۍ مواد، څلور پاکټه د سويا اوړه، دوه کيلو مالګه، يوه د اوبو ذخيره، معيوبينو لپاره چوکۍ او (۱۴۰) امريکايي ډالره نغد ووېشل شول.
يادې مرستې د (NHCR) دفتر، د خوراک نړيوال سازمان (WFP) او (CARE) موسسې له لورې د پروان ولايت د مهاجرينو رياست په همغږۍ ووېشل شوې.