خوست او دايکندي کې دبيا يوځای کېدو کمېټې فعالې شوې

sadam_morr
---

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په مالي مرسته د تلې  په (۳) مه د خوست او دايکندي  ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټې فعاله شوې.

په غو مراسموکې چې په همدې موخه په يادو ولايتونو کې ترسره شول، د خوست او دايکندي ولايت واليانو راستنېدونکو اوبېځايه شوو ته د لاسرسي په برخه کې د کمېټو جوړول يو مثبت او ښه ګام وباله او زياته يې کړه، چې په دې  سره به د راستنېدونکو او بېخايه شوو ستونزو ته رسيدګي وشي او د خلکو شته ستونزې به هوارې شي.

نوموړي همداراز د ولايت په کچه د سکتوري ادارو او موسسو ترمنځ  په لازياتې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او د مهاجرينو اړوند ادارو ته يې دنده وسپارله چې کاري برخه کې دې  روڼتيا او خساب ورکونې ته لومړيتوب ورکړي.

د مراسمو په پای کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د ناستې ګډونوالو ته پرزينټيش وړاندې کړ، د دوی سوالونو ته يې ځوابونه وويل او  د بيا يوځای کېدو کمېټې د دندو، مکلفيتونو او د (ARIS) سيستم په اړه ګډونوالو ته  معلومات ورکړل.

د ويلو ده، چې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت او د (UNHCR)  دفتر په همکارۍ  او مالي لګښت د ذکر شوې ادارې د (۲۰۲۲) کال د (PPA) پروژې د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې بيا فعالې شوې.