د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د ايران څخه د وږي په (۲۷) مې نېټې څخه تر ( ۲۹) مې نېټې پورې (۱۳۶۷) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د يادو راستنېدونکو له ډلې (۹۸۳) په جبري او (۳۸۴) تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د سرچينې په خبره ( ۲۶۷) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.