په څلور ولايتونوکې له زرو زياتو کورنيو سره نغدي او غيرخوراکي توکو مرستې وشوې
د کاپيسا، لغمان، ارزګان او فارياب ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو رياستونو او امريتونو د معلوماتو پر بنسټ ( ۱۳۸۵) اړمنو بېځايه شوو او مستحقو کورنيو سره د وږي په (۲۶) مه نغدي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې په ارزګان کې ( ۹۱۳) کورنيو سره په شپږو کټګوريوکې د (UNHCR) او (NRC) (۴۲۰) امريکايي ډالره،( ۲۰)، (۱۳)، (۱۲)، (۳۵) زره افغانۍ، او د سرې مياشتې کمېټې له لورې د پنجشېر ولايت ( ۱۴۹) بېځايه شوو کورنيو سره (۴۰) زره افغانۍ، د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې په فارياب کې ( ۱۷۱) کورنيو ته دوه دوه د لمريزې برېښنا تختې او د اړتيا وړ توکي يې او د (DACAR) موسسې له لورې په لغمان کې (۱۵۲) بېځايه شوو کورنيو ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.