هلمند کې له څلور سوو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې
د ملګرو ملتو نو د کډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د هلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ( ٦٦٧) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې د هلمند ولایت د مهاجرینو ریاست سره په ګډه همغږۍ ددې ولایت په نهرسراج، بولان او ناوې ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې د وږي په (١٤) مه هرې کورنۍ ته (٥٥٠) امریکايي ډالره نغد ورکړل شول.