د وزارت د کاري پروژو د ساده سازۍ لپاره ورکشاپ جوړ شو

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۵:۳۰
عبدالباسط انصاری و میرنی
دغه ورکشاپ د روان کال د جوزا میاشتې په ٢٤مه د سه شنبې په ورځ د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې په همکارۍ د وزارت په تالار کې د بېوزلو لپاره د خدماتو د اسانۍ په خاطر جوړ شو.
محمد امان بهزاد د اداري اصلاحاتو کارپوه او د پروژو د سموالي او ساده سازۍ په برخه کې په ورکشاپ کې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د وزارت کارکونکو ته د داخلي بېځایه شویو او بېرته راستنېدونکو ته مرستې رسولو د ساده لارو چارو د زده کړې څخه و.
د یادولو وړده چې مخکې له دې نومړو دواړه ادارو د ساده سازۍ په برخه کې ګډ هوکړه لیک امضا کړی وو.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته