د کابل ولایت څخه د بېځایه شویو کورنیو د انتقال په اړه ګډه ناسته ترسره شوه.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۳ - ۲۰:۳۸
_______
د مهاجرینو چارو د وزارت مسوولینو او په کابل ولایت کې د داخلي بې ځایه شویو کمپونو د استازو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې لومړۍ داخلي بې ځایه شویو چارو ته د رسېدنې رییس مولوي سردارمحمد شېرزاد، د کابل ولایت د 48 کمپونو د انتقال طرحه او پلان، او د مهاجرینو د وزارت طرحه د هغو خلکو په هکله چې مخکې د مختلفو سببونو له لاسه له خپل ولایاتو څخه کابل ته بې ځایه شوي ول، جلسې ته وړاندې کړه. او ټینګار یې وکړ چې په افغانانو تپل شوي جنګ سلګونه زره کورنۍ بې ځایه کړې وې، اوس چې د هېواد په هر ګوټ کې امنیت تامین شوی، نو د دې وخت را رسېدلی هغه کورنۍ چې بې ځایه او متضررې شوي بېرته خپلو اصلي ولایاتو ته ستنې شي.
په ورته وخت کې د مهاجرینو چارو د وزارت د بې ځایه شویو کورنیو لپاره د دایمي حللارې د پیدا کولو رییس مولوي شمال خان د دې کورنیو د ځای پر ځای کولو او د حل لارې په هکله خبرې وکړې.
د دې ناستې په دوام کې د کابل ولایت د مهاجرینو چارو رییس مولوي عبدالمتین رحیمزي یادو شویو کورنیو ته د مرستو د توزیع، او د کابل ولایت د 48 کمپونو څخه د دغو کورنیو د انتقال په لارو چارو په تفصیلي توګه خبرې وکړې.
د دې ناستې په پای کې د کابل ولایت د بې ځایه شویو د کمپونو استازو خبرې وکړې او د مهاجرینو چارو د وزارت له دغه اقدام څخه یې مننه وکړه، او د انتقال د پروسې ستونزې یې بیان کړې، چې د مسوولینو لخوا واورېدل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰. . .

بېرته خبرونه ته