ننګرهار کې ( ٢٠٠) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره مرسته و شوه

sadam_morr
_____
د (DACAR)موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٢٠٠) اړمنو بېځایه شوو کورنيوسره د روغتیايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د ننګرهار مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد او ولسواليو کې سروې او د مرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې د کب په (٢٥) هرې کورنۍ ته یوه یوه روغتیایي کڅوړه ووېشل شوه.
ددغه کڅوړو د وېش پرمهال د ننګرهار د مهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون وويل، موږ د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې د مرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اود مرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو.