د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمېشنر کابل ته راغی

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۳ - ۲۲:۳۲
__________
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي دوشنبه د کب په (٢٣)مه د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب د کابل په هوايي ډګر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې(UNHCR) د عالي کمېشنر فلیپوګراندي هرکلی وکړ.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي ویلي چې کابل ته یې د سفر موخه له د اخلي بېځايه شوو سره د لا زیاتو مرستو او د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره د دواړو لوریو ترمېنځ د ګډو همکاریو په اړه خبرې کول وو، ترڅو اړمنو کورنیو ته رسېدګي وشي.
په پام کې ده چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عالي کمېشنر او مل پلاوي سره په هېواد کې د بېځایه شوو او راستنېدونکو کورنیو د اړتیاوو د حل او په افغانستان کې د دې ادارې د پراختیايي پروګرامونو او د د ګډو همکاریو په اړه خبرې وشوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

بېرته خبرونه ته