ننګرهار کې (٤٨٠) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته شوه

sadam_morr
_____
د (CAHPO)موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٤٨٠) اړمنو بېځایه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د ننګرهار د مهاجرینو ریاست له لورې دمرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد او ولسوالۍ کې سروې او د مرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې د سلواغې په (٢١) مه هرې کورنۍ ته(٧٩٠٠) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.
د دغه مرستو دوېش پرمهال د ننګرهار دمهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون وويل، موږ د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې د مرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اود مرستو لپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو.