په کابل کې (300) اړمنو کورنيو سره د غيري خوراکي توکو مرسته وشوه
په کابل کې (300) اړمنو کورنيو سره د مرکزي اسيا انسټيټوټ په مالي ملاتړ د نني افغانستان د يووالي او مرستو موسسې لخوا د غيري خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
د دغو مرستو د وېش پرمهال د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د يادې موسسې څخه ځانګړی مننه وکړه او و يې ويل: زموږ هېوادوالو په اوسنيو شرايطو کې دا ډول مرستو ته ډېره اړتيا لري او له ټولو موسساتو او خېريه بنسټونو څخه يې وغوښتل, چې د افغانانو لاسنوي ته دوام ورکړي.
نوموړي د مرستو د ويش په بهير کې د پوره شفافيت ډاډ ورکړ او و يې ويل: په دې برخه کې يې ګڼ شمېر د ناحيو ملکان او يو شمېر نور اشخاص په فساد کې نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
دغه راز د ننې افغانستان د يووالي او مرستو موسسې اجراييوي رئيس ډاکټر عبدالحق نيازي د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د مشرتابه له همکارۍ څخه مننه وکړه او ويې ويل: افغانان په اوسنيو شرايطو کې هر ډول مرستو ته اړتيا او په راتلونکي کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوو.
هغه زياته کړه, په ننيو مرستو کې, څلور توشکي, څلور کمپلې, څلور بالښتونه, يوه درۍ, د اشپزخانې مکمل سامان, يوه د ماشومانو د لوبو کڅوړه او يوه تعليمي کڅوړه شامل ده.