کندز کې( ۱۱۹۰) اړمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د کنسرن موسسې له لورې د کندز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١١٩٠) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږې په اقتاش ولسوالۍ او څلورمه ناحیې کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د سلواغې په (٤) مه په اقتاش ولسوالۍ کې (۵۲۱) کورنيو ته او په څلورمه ناحیې کې(۶۶۹) کورنيو هرې کورنۍ ته (۱۷۹۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.