فاریاب کې(١٧٠) اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د فاریاب ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١٧٠) داخلي بېځايه شوو کورنیو سره د سرپناه جوړولو په برخه کې نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ څه موده وړاندې د مهاجرینو ریاست له لورې سروې او په نښه شوې وې،چې د مرغومې په (٢٣)مه (١٢٠)کورنیو هرې کورنۍ ته دسرپناه جوړولوپه موخه(١٤٠٠) امریکايي ډالره او (٥٠) کورنیو هرې کورنۍ ته (٢٥٠) امریکايي ډالره ووېشل شول.