فاریاب کې اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې دفاریاب ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٥٥) داخلي بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ څه موده وړاندې دORD) ادارې له لورې سروې شوې وې، او دساتنې لپاره هرې کورنۍ ته (٣٠) چرګانې ورکول شوې وې چې دمرغومې په (١٩)مه هرې کورنۍ ته د مرغانچو دجوړولو او دکړکیو داخیستو په موخه(١٧٦٠٠) افغانۍ ووېشل شوې.